اقتصاد

مالیې وزیر د سوداګرۍ او صنایع له وزیر سره وکتل

کابل باختر د کب څلورمه
مالیې وزیر اکلیل حکیمي پرون د خپل کار په دفتر کې د سوداګرۍ او صنایع له وزیر همایون رسا سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د اوبلن ګاز او نفتي موادو د تصدۍ رئیس تمیم ولید هم شتون درلود، د یادې تصدۍ پر عوایدو او کار کړنو، په بندرونو کې د پیسو پر ځای په جنس باندې د حق الخدمت تعدیل، د یادې تصدۍ پر پورونو، په راتلونکي کې د یوه خپلواک شرکت له لوري د نوموړې تصدۍ د تېرو دریو کلونو (۱۳۹۳-۱۳۹۵) د فعالیتونو اوکړنو پرڅېړنې او همدارنګه د تصدۍ کارکوونکو ته په مکافاتو ورکولو هر اړخیزې خبرې وشوې.
دغونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د اوبلن ګاز او نفتي موادو تصدۍ دې د تېرو کلونو په څېر له بندرونو څخه د حق الخدمت په مقابل کې د پیسو پر ځای جنس واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته