امنیت

د هېواد د پوځيانوملاتړ وشو او وستايل شول

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١٥ :
د کابل  د خلکو سراسري شورا او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو معينيت نن   دهېواد امنيتي ځواکونه  وستايل .
په هغې غونډه کې چې نن  له همدې امله  د ملي امنيت د لوى رياست د ( ٠٥)  لوا په تعليمي مرکز کې جوړه شوې  وه ، په پيل کې  د (٠٥)  لوا عمومي قوماندان ډګــــر جنرال نورالله منير دکابل دخلکو دسراسري شورا د دغه  اقدام  له  امله قدرداني وکړه  او ويې ويل ؛  له شک پرته  د هېواد له پوځيانو څخه  د خلکو ، سازمانونو ، وګړنيو شورا ګانو او د ملکي ادارو  ملاتړ  د دښمن دبريدونو دشنډولو په لاره کې  د دوى د زياتې ميړانې او دغه راز   د ډار اچوونکو په وړاندې د دوى د برياليتوبونو سبب  کيږي .
وروسته  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکترکمال سادات  دهېواد پوځيان  دخلکو د سر او مال او دهېواد ساتونکي وبلل او ويې ويل  چې دهېواد  دامنيتي او دفاعي منسوبينو  ميړانې او سرښندنې  ددغه هېواد د دښمنانو دناوړو پروګرامونو د ماتې سبب شوى دى او دا زموږ او دافغانستان دټول ملت دنده ده  چې  دهېواد  د هر پوځي  د ميړانې ، سرښندنې او تلوالۍ له  امله  مننه او قدرداني وکړو.
ده  د شهيدو سرتيرو  او افسرانو  دبچيانو  د زده کړې لپاره د مناسبو  زمينو دبرابرولو په لاره کې د ځوانانو د چارو د معينيت  د همکارۍ  ژمنه وکړه.
وروسته   دکابل دخلکو د سراسري شورا  د دارلانشا رئيس ظاهرحسن ، د هرې  ټولنې او نظام ښه  حالت   امنيت  وباله  او  ويې ويل ؛  دغه  حالت يوازې  زموږ خلکو او هېواد ته  اتل پوځيان  رامنځته  کولاى شي .
ظاهرحسن  د ټولنې پرمختګ او ترقۍ په ثبات او امنيت  پورې  اړوند او هغه يي  دخلکو آرامي وباله  او ويې ويل ؛  چې ثبات او امنيت د هېواد دپوځيانو د زيار او هلوځلو  نتيجه ده  او دکابل دخلکو سراسري شورا په  همدې مقصد  دهېواد دټولو امنيتي منسوبينو قدرداني کوي او دهمدغې قدردانۍ په خاطر دلته راټول شوي دي  چې  دغه قدرداني پرځاى کړي .
په دې غونډه کې  په ملي شورا کې  دخلکو يو شمير استازو،  يو شمير  دولتي  مسوولينو ، جنرالانو او افسرانو  او دکابل دخلکو دسراسري شورا  دوه سوه تنو غړو ، ځوانانو  او  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانودچارو دمعينيت کارکوونکو ګډون کړى و.
دغونډې په پاى کې برخه والو د ملي امنيت دلوى رياست د (٠٥) لوا په لسګونو تنه سرتيرو او افسرانو ته دستاينې  د لوحوپه  ورکولو سره دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو کارنامې وستايلې  او د هغوى ملاتړ يې  وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته