اقتصاد

خانجان الکوزي : پاکستان ګمرکي تعرفې څه دپاسه درې برابره زياتې کړې دي

کابل باختر د تلې  نهه ويشتمه :
دافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو دخونومرستيال خانجان الکوزي نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې پاکستان په افغاني محصولاتو ګمرکي تعرفي درې برابره کړې دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، ده دغه رازوويل چې دهغو  ٧٤١ قلمو افغاني محصولاتو له جملې څخه چې پاکستان ته صادريږي د ډبرو سکرو ،وچې او تازه ميوې ، سبو ، طبي  بوټو ،  قيمتي ډبرو  په ګډون په ١٢٠ قلمو افغاني  صادراتي محصولاتو او په نوروصادراتي  محصولاتو ګمرکي تعرفې درې برابره کړې دي .
ده دمثال  په ډول يادونه وکړه چې پخوا ديوټن انګورو تعرفه ٨٠٠٠ کلداره کيده خو اوس دغه تعرفه ٢٨٠٠٠ کلدارې کيږي .
ده دغه راز طرحه کړه چې په ٢٠١٠  ميلادي کال کې پاکستان ته دافغانستان دصادراتو حجم دريو ملياردو ډالرو ته رسيده خو په ٢٠١٦ ميلادي کال کې يې يو اعشاريه دريو ملياردو ډالرو ته کمښت وموند .
ده دهېواد له جمهور رييس  څخه وغوښتل چې له پاکستاني مقاماتو سره په کتنه کې دې دغه موضوع طرحه کړي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته