سیاست

شاه حسين مرتضوي : دامريکا نوې ستراتيژي د افغانستان په ګټه ده .

کابل باختر دزمري يو ديرشمه :
دجمهوري رياست دوياند ددفتر سرپرست  شاه حسين مرتضوي  نن  په يوه خبري  کنفرانس کې  دامريکا نوي  ستراتيژي دافغانستان په ګټه وبلله او ويې  ويل دغه ستراتيژي دافغانستان دامنيتي ځواکونو په تمويلولو  او سمبالښت کې اغيزمنه ده .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دافغانستان لپاره دامريکا نوې ستراتيژي چې نوې دامريکا دمتحده ايالاتو له خوا  اعلام شوې ده  په هېواد کې ديوزيات شمير ټولنو دهرکلى وړګرځيدلې ده .
په همدې حال کې دجمهوري رياست دوياند ددفتر سرپرست شاحسين مرتضوي  خبريالانو ته وويل چې دافغانستان حکومت ددغې ستراتيژي هرکلى کوي .
دده په باور  دامريکا نوي ستراتيژي دهغو خطرونو او چلنجونو ديوه څرګند تصوير ښکارندويه ده چې افغانستان ورسره مخامخ دى .
مرتضوي زياته کړه چې دامريکا نوي ستراتيژي له ډار اچوونکو سره دمبارزې په کار کې ددغه هېواد کلک هود ښيي په همدې دليل دسيمې له هېوادونو په تيره بيا له پاکستان څخه غوښتل شوي دي چې له ډار اچوني سره  دمبارزې په کار کې  دې په مسوولانه ډول عمل وکړي او دښه او بد تروريزم ترمنځ تفکيک ونه کړي .
  دجمهوري رياست  دوياند ددفتر سرپرست وويل چې دغه ستراتيژي  نه يوازې دافغانستان په ګټه  بلکې دسيمې په ګټه هم ده او له افغانستان سره دامريکا داوږدمهالې ژمنې  څرګندوى ده .
ختم _ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته