نړۍ

دبريټانيا نوي صدراعظم سبا دچارشنبې په ورځ خپل کار پيلوي .

لندن  باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
  دبريټانيا صدراعظم ديويد کامرون چې داروپا له اتحاديې سره ددغه هېواد دوتلو له رايې وروسته يې ويلي و  ، ګوښه کيږي اعلام  وکړ چې بريټانيا به تر نورو دوو ورځو پورې نوى صدراعظم ولري .
ده وويل چې دچارشنبې په ورځ به دپارلمان له غونډې وروسته دخپل استعفا ليک دوړاندې کولو لپاره دباکينګهام  ماڼۍ  ته لاړ شي .
په دې ترتيب  به دبريټانيا دکورنيو چارو اوسنۍ وزير او دمحافظه کارګوند مشره  ترزامې دچارشنبې له ورځې وروسته دبريټانيا صدراعظم وي .
  ديويد کامرون له څرګندونو وروسته محافظه کارګوند اعلام وکړ چې  ميرمن ترزامي دګوند دنوې مشرې په توګه انتخاب شوې ده.
کامرون وويل  چې په بشپړه توګه دميرمن ترزامي درهبرۍ ملاتړ کوي پخوا دترزامي يوازنۍ  پاتې سياله ميرمن اندراالدسام د بر يټانيادواکمن محافظه کار ګوند درهبرۍ لپاره له سيالۍ  څخه لاس په سر شوې وه .
ميرمن الدسام وويل: دې ته په پاملرنې  سره چې په پارلمان کې دګوند په سلو کې ديوازې ٢٥ ملاتړ له ځانه سره لري  دې نتيجې ته رسيدلې ده  وبه  نه کړاى شي  چې داروپا له اتحاديې  څخه دبريټانيا دوتلو  دبهير درهبرۍ متحد او قوي حکومت جوړ کړي .
دې  وويل چې بريټانيا په اوسنيو شرايطو کې له ډيل پرته له يوه ځواکمن صدراعظم ټاکنې  ته اړتيا لري او دميرمن ترزامي  ملاتړ به وکړي . 
ميرمن  ترزامي  له تيرو ټولپوښتنو وروسته  داروپا په اتحاديه  داروپا  دپايښت  ملاتړې وه  خو له ټولپوښتنې وروسته يې وويل: ټول بايد د  نتيجې درناوى وګړو او ژمنه يې وکړه  چې دصدراعظمې په توګه داروپا له اتحاديې څخه دبريټانيا وتل عملي کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته