کابل باختر د ثور څلورمه :
د هرات د اتلانو کلپ د کيوان کيک بوکس په سياليوکې اتل شو .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ د هرات ولايت د مرکز او د غوريانو او اوبې د ولسواليو او د تورغونډي ښارګوټي د کلپونو د يو سلو شلو تنو لوبغاړو په ګډون د تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ترمنځ د يوې ورځې لپاره په هرات ولايت کې ترسره شوې چې په پاى کې د اتلانو کلپ لومړى مقام او د آرين او د اوبې د شهيدانو کلپونو دويم او دريم مقامونه وګټل .
دغه راز د دغوسياليو د اخلاقو کپ د ستاره ګانو کلپ ته ورکړى شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ