امنیت

نهه پنځوس وسلې دکابل پوليسو لاسته ورغلې

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٧
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ  پوليسو نن دکابل ښار دڅلورمې  امنيتي حوزې په مربوطاتو کې  دعملياتو په بهيرکې  نهه پنځوس وسلې ترلاسه کړې.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ منسوبينو دکابل ښار دپوليسو دڅلورمې  حوزې په مربوطاتو کې په يوه هوټل کې  دعملياتو په ترڅ کې شپاړلس  بوتله  الکولي مشروبات ترلاسه کړل  اودپيښې په اړوند يې يو سړى نيولى دى.
په يوبل اقدام کې پنځه تنه  غله دپوليسو د ١٣  حوزې په مربوطاتو کې ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې :  دکابل ولايت  دامنيې قوماندانۍ پوليسو په تيرو ٢٤ ساعتو کې  څوتنه دکابل ښار په بيلابيلو ناحيو کې دجنايي جرمونو دترسره کولو په تور نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته