ټولنه

په پکتيا کې د ماشومانو د پارک د جوړېدو چارې پیل کړې

ګرديز باختر د وږي د میاشتې ۸ مه
د ګرديز ښاروالۍ د پاک او زرغون ښار د پروګرام له لارې د ګردیز ښار د لوړپوړیزو ودانیو په سیمه کې د ماشومانو د پارک د جوړیدو چارې پیل کړې.
د ګردیز ښاروال عصمت الله خالد باختر اژانس ته وویل چې دغه پارک د اووه نيمو ميليونو افغانيو په لګښت دکابو څلور جریبه ځمکې په ساحه کې جوړیږي چې چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.
خالد زياته کړه چې دغه پارک  د لوبو دوه ډکرونه،د ماشومانو لپاره د لوبو ټول اړین وسایل او شنه ساحه ولري.
د یادونې وړده چې پرون هم ګردیز ښاروالۍ د ښاریانو ستونزو ته د ژر رسیدګۍ په موخه د شهر موسسې په همکارۍ دخدماتو مرکز پرانست چې د فساد په مخنیوي کې به رغنده رول ولري.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته