سیاست

دهند دحکومت په مرسته دکانونو دملي انستيتوت دجوړولو عملي کار په نږدې راتوونکي کې پيليږي .

کابل باختر  دثور پنځلسمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  دتاتا کمپنۍ له رييس او دمهارتونو دپرمختيا په برخه کې  دهند دصدراعظم له سلاکار اس رمادوراي  سره وکتل .
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې چې نن سهارپه ارګ کې وشوه او په هغې کې دافغانستان دکانونو دوزير او په کابل کې دهند سفير هم برخه لرله،  داقتصادي اړيکو او په تيره بيا  دکانونو دراايستلوپه برخه کې دهند دهمکاريو دپراختيا په باب  خبرې وشوې .
جمهور رييس له  اس رما دوراي  څخه وغوښتل  چې د تاتا کمپنۍ  دافغانستان دکانونو دراايستلو په برخه کې پانګونه وکړي . او ددغې کمپنۍ  دنږدې يوې پيړۍ تجربې  له افغانستان سره شريکې کړي .
  دغه راز  حامدکرزي  دهند دصدراعظم له سلاکار څخه وغوښتل چې په کليوالي سيمو کې  دمهارتونو دپراختيا په برخه کې دې  دافغانستان له حکومت سره  همکاري وکړي .
   جمهور رييس په دې کتنه کې  په افغانستان کې  دپانګونې دښو فرصتونو ديادونې په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې دافغانستان حکومت  په دغه هيواد کې  دتاتاکمپنۍ  دپانګونې لپاره ټولې لازمې اسانتياوې برابروي .
  په مقابل کې  دتاتا کمپنۍ  رييس  او دمهارتونو دپرمختيا په برخه کې  دهند دصدراعظم سلاکار  اس رما دوراي  په افغانستان کې دپانګونې دښو فرصتونو له امله  دخوښي دڅرګندولو په ترڅ کې  دکانونو په برخه کې دپانګونې لپاره  خپله علاقمندى  څرګنده کړه .
په پاى کې دهندسفيرددغه هيواد په وړيا مرسته دکانونودلومړني ملي انستيتوت دجوړولو لپاره  له افغانستان سره دهند دحکومت  دموافقې له امله چې افغانستان ته دهند دصدراعظم منموهن سنګ دوروستۍ سفر په بهير کې  دهيواد دکانونو وزارت له خوا طرحه شوى و ، خبر ورکړ .
ده وويل  چې دهند حکومت  په کابل کې  ددغه انستيتوت  دجوړولوعملي کار په نږدې راتلوونکي کې پيلوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته