نړۍ

په خيبر_ پښتونخوا ايالت کې دنويو بريدونو له امله څه دپاسه شل تنه ووژل شول.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو نن سهار پيښور ښار ته څيرمه دبډه بيرې  په ناحيه کې داستوګنې په يوه کور بريد وکړ او نهه تنه يې  ووژل .
باختر آژانس دپاکستان د دې نيوز انترنشنل ورځپاڼې له خولې خبر راکړ  :
وسله والو کسانو په دې بريد کې ډزې وکړې او لاسي بمونه يې وکارول چې له امله يې دښځو او ماشومانو په  ګډون نهه تنه   ووژل   شول .
ديوبل خبرله مخې :  د پيښور ښار په شمع سينما کې پرون د دريو پرله پسې چاودنو له امله ديارلس تنه ووژل شول او نولس تنه نور ټپيان   شول .
په لومړنيو خبرونو کې ويل شوي وو چې په  دغو چاودنو کې يوولس تنه وژل شوي او نولس تنه نور ټپيان شوي دي  چې وروسته دوو تنو نورو په روغتون کې سا ورکړه
چې په دې ترتيب دسر دزيان شمير ديارلسو  تنو ته ورسيد.
له دغې  پيښې  وروسته له ليدي ريدنګ روغتون کې فوق العاده حالت اعلام شو .
د پوليسو يوه افسر وويل   چې دغه پيښه د دريو لاسي بمونو د چاودنو زيږنده وه او
دپيښې په وخت کې ٨٠  تنه په سينما کې  وو.
دشمع سينما د  پيښور ښار پاچا خان چوک په ګن ميشته ناحيه کې  ده.
دغه چاودنې  په داسې حال کې کيږي چې يوولس ورځې مخکې د پيښور ښار دکابلي بازار دناحيې په يوه سينما دوه  ورته چاودنې وشوې او له امله يې  ٥ تنه ووژل شول.
دغه بريدونه په  داسې حال کې کيږي چې  د پاکستاني طالبانو دتحريک او دپاکستان دحکومت استازو پرون سره وکتل چې دپاکستان په ځنو سيمو کې
د وروسته  اوو کلونو اړو دوړ نښتې او نا آرامۍ  پاى ته ورسول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته