سیاست

جمهور رئیس غني د قزاقستان له سفیر سره وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې٧مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر بیتیموف اومیرتای سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې او په بېلابېلو برخو کې یې د مناسباتو په پراخولو ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني وویل، قزاقستان ته د ده له وروستي سفر وروسته له قزاقستان سره د افغانستان د سوداګرۍ بیلانس لوړ شوی دی.
بیتیموف اومیرتای وویل، هیواد یې د شانګهای همکاریو په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ کوي.
هغه د قزاقستان د جمهور رئیس نور سلطان نظربایوف نېکې هیلې او همدارنګه د هغه له لوري لېږل شوی عالي دولتي مډال جمهور رئیس غني ته وړاندې کړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته