امنیت

حامدکرزي : دهيواد دامنيتي ځواکونو دعمل ګړنديتوب دهغوى دځواکمنۍ او دمسلکي والي څرګنده نښه نښانه ده .

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په پنجشير ولايت کې تروريستي بريد په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده او دتروريستانو په ځپلوکې يې دهيواددامنيتي ځواکونو دعمل چټکتيا وستايل .
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهور رييس دويندوى ددفتر له لارې باختراژانس ته رسيدلې ده  ويل شوي دي .
دافغانستان داسلامي  جمهوريت جمهور رييس په ډيرو سختو الفاظو سره ددغه تروريستي بريد دغندلوپه ترڅ کې دهيواد دامنيتي ځواکونو ميړانه وستايله اوويې ويل چې ددغه تروريستي  بريد په  شنډولو کې دامنيتي ځواکونو دعمل ګړنديتوب دهغوى دځواکمنيو او مسلکي والي څرګنده نښه نښانه ده .
  حامدکرزي وويل، تروريستان دې بايد په دې پوه شي چې ددغه شان تروريستي بريدونو په ترسره کولو سره نه شي کولاى دافغانستان خلک تر خپلې رواني جګړې لاندې ونيسي او دافغانستان  خلک دترقۍ او پرمختګ له هغه تګلوري  څخه واړوي چې غوره کړي يې دى .
جمهور رييس دپنجشيرله والي سره دتيلفوني خبرو په ترڅ کې  ددغه ولايت دلازيات امنيت دتامينولو او ددغې پيښې ديو تن شهيد له کورنۍ او ټپيانو سره د سملاسي مرستو په اړوند لازمې لارښوونې وکړې .
حامدکرزي  ددغې پيښې ديو تن  شهيد کورنۍ ته دخپلې ډاډګيرنې اوخواخوږۍ  مراتب څرګندوي او ټپيانوته دسملاسي روغتيا هيله کوي .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، نن سهار وختي  دملي پوليسو په يونيفورم اوو تنو سمبالو تروريستانو چې پاکستاني او ازبکستاني اتباع هم پکې شامل و ، دپنجشير  ولايت دمقام په ودانۍ  دتروريستي  بريد په ترسره کولو سره  دهيواد له امنيتي ځواکونو سره په جګړې لاس پورې کړ چې له امله يې يو پوليس شهيد او څلور تنه نور ټپيان شول او ټول تروريستان په شلو دقيقو کې وځپل شول او دهغوى په چاوديدونکو توکوبار يوموټر هم شنډ کړى شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته