امنیت

په هلمندکې د طالبانو په سنګرونو مرګاني بريدونه

کابل باختر د زمري شپاړلسمه         
ديارلس تنه ډار اچوونکي په هلمند ولايت کې د نويو هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول .
په دغوطالبانو تېره شپه  کله  چې د يولړ  ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، په سنګين ولسوالۍ کې بريد وشو
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان دباختر آژانس ته وويل چې  دهېواد هوايي ځواکونو په دغو بريدونو کې ١٣تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوى څو مرکزونه دړې وړې کړل.
ديوبل خبرله مخې:
پوځيانو  د وسله والوطالبانو د جنګي وسايلو د دوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول.
له دغو ډيپوګانوڅخه چې د لښکرګاه ښار ته څېرمه کشف شوې، يوشمېر  سپکې او  درندې وسلې ترلاسه شوې.
د يوبل خبرله مخې:
امنيتي مامورينو نن سهار د لښکرګاه ښار په شاوخوا سيمو او له ګرشک ولسوالۍ څخه  شپږ ماينونه کشف او شنډکړل.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دغه ماينونه د وسله والو طالبانوله خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ښخ  کړاى شوي وو.
پاى ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته