کابل باختر دوري دمياشتې ١٠:
دهېواد دکرکټ دملي ټيم ورزشکاران په ٢٠ آوريزو نړيوالو سياليو کې دنړۍ له ځواکمنو ټيمونوسره له لوبو وروسته نن کابل ته راستانه شول .
د حامدکرزي له هوايي ډګر څخه دباختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
دمشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار ،. داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست زردشت شمس او ددغه وزارت د ځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات ، دجمهوررئيس سلاکار شهزاده مسعود دهېواد دکرکټ بورد رئيس اومشرتابه هيئت ، يو زيات شميرخلکو او دکرکټ مينه والو دهېواد دکرکټ دملي ټيم دورزشکارانو هرکلى وکړ.
دهېواد دکرکټ ملي ټيم ددغو سياليو په لومړي پړاو کې که څه هم درې لوبې وبايللې ، خو د ويست انډيزټيم ته چې دنړۍ ډير پياوړى ټيم دى ماتې ورکړه.
ددغې لوبې ګټل دهېواد دکرکټ ملي ټيم يې دنړيوالو د پاملرنې په مرکز کې راوړ.
په هر صورت دهېواد دکرکټ دملي ټيم د هرکلي رسمي مراسم دکرکټ په
لوبغالي کې ترسره شول او لوبغاړي له هوايي ډګر څخه دکرکټ تر لوبغالي پورې دمينه والو دولولو په څپو کې روان و.
0 1 دقیقه لوستل