امنیت

له ډار اچوونکو څخه دفارياب د ژغورنې لپاره دځواکونو داستولو غوښتنه

کابل باختر د وږي نهمه : په داسې حال کې چې په فارياب ولايت کې د وسله والو طالبانو شتون او فعاليت په بې ساري ډول زيات شوې دى ، سيمه ېيز مقامات له حکومت څخه غواړي چې په دغه ولايت کې د ډار اچوونکو دځپلو لپاره دې زيات ځواکونه واستوي . وسله وال طالبان همدا اوس دفارياب ولايت په زياترو ولسواليو کې پراخ شتون لري او کله ناکله دهغوى فعاليتونه د دغه ولايت ترمرکز ميمنې ښار پورې تر سترګو کېږي . د رارسيدلو خبرونو له مخې ، وسله وال طالبان د تېر يوکال په بهير کې په دې بريالي شوي دي چې کرار کرا ر د فارياب ولايت ځينې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راولي . د فارياب والي نقيب الله فايق وايي چې؛ په شپږو ولسواليو کې يواځې مرکزونه يې دامنيتي ځواکونو په اداره کې دي او نورې ساحې يې وسله والو طالبانو نيولي دي . ده وويل چې؛ په فارياب کې دپوځيانو شمېر کم دى او داکار موږ انديښمن کوي،که چيرې له مرکز څخه زيات کومکي ځواکونه ونه رسيږي دفارياب ولايت زياتره سيمې به د وسله والو طالبانو لاس ته ورشي . په همدې حال کې دملي دفاع وزارت وياند غفور احمد جاويد وايي چې؛ کومکي ځواکونه فارياب ته رسيدلي دي او هغوى دبومي پوځيانو تر څنګ له ډار اچوونکو سره جګړه پيل کړې ده . په خبرونوکې ويل شوي دي چې؛ همدا اوس د وسله وال پوځ د لوى درستيز مرستيال په فارياب کې دى . چې دطالبانو په وړاندې دجګړې رهبري پرغاړه واخلي . په فارياب کې د وسله والو طالبانو د شتون او فعاليت زياتوالي دخلکو دانديښنې د راپارولو تر څنګ د دې سبب شوې دى چې په زرګونه تنه فاريابيان له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړ شي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته