سیاست

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر : تراوسه پورې پاکستان ته دحامدکرزي دسفر نيټه نه ده مشخصه شوې .

کابل باختر دزمري  دويمه :
په داسې حال کې چې پاکستاني مطبوعاتو ويلي دي چې ښايي دافغانستان جمهور رييس حامدکرزي داګست په مياشت کې دغه هيواد ته سفر وکړي دافغانستان دجمهوري رياست خبرځايونه وايي چې ددغه سفر نيټه تراوسه پورې نه ده مشخصه شوې
دباختراژانس دخبر له مخې، دپاکستان دنيوز ورځپاڼې ددغه هيواد دديپلوماتيکي خبرځايونو له خولې ليکلي دي چې حامدکرزي دپاکستان دصدراعظم دامنيتي او نړيوالو چاروله سلاکار سره په کتنه کې منلې ده چې دروان ميلادي کال داګست دمياشتې په وروستيو  کې به پاکستان  ته سفر وکړي خو دجمهوري رياست دويندوى ددفتر يوه خبرځاى باختراژانس ته وويل چې تراوسه پورې پاکستان ته دجمهور رييس  کرزي دسفر نيټه نه ده مشخصه شوې .
پاکستان ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  دسفر خبره په داسې حال کې طرحه کيږي چې حامدکرزي ټينګار کوي چې يوازې د يوې مشخصې او عملي اجندا دبرابرولو په صورت کې به پاکستان ته سفر وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته