سیاست

حکمت خليل کرزي په کابل کې د کاناډا له سفير وکتل

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
دبهرنيو چارو  وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي  نن له غرمې مخکې په کابل کې دکاناډا له نوي سفير کينيت ديويدنيوفيلد سره دخپل کار په دفتر کې دپيژندګلوۍ  کتنه وکړه.
دبهرنيو چارو وزارت  دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: 
لومړى د بهرنيو  چارو وزارت سياسي  معين کاناډا دافغانستان دولت او خلکو ته ښه  دوست  اوبااعتماد همکار وباله  او په افغانستان کې  دثبات اوامنيت  دټينګښت  په لاره کې  ددغه هېواد دامنيتي ځواکونو دقربانيو له امله په مننې سره په تيرو کلونو کې دافغانستان له بيارغاونې   ، امنيتي اوسياسي برخو او  دغه راز په راتلوونکي کې دافغانستان لپاره  دوارسا اوبروکسل  په غونډو کې  ددغه هېواد  نويو  ژمنو له امله مننه  اوقدرداني وکړه.
وروسته په کابل کې  دکاناډا  نوي سفير دبهرنيو چارو وزارت له سياسي معين  سره دکتنې له امله   دخوښۍ  په څرګندولو سره     وويل دى به په  کابل کې  دخپل ماموريت په دوره کې هلې ځلې  وکړي  چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې دپخوا په شان  په دوستانه ډول دوام او پراختيا وکړي.
دکتنې په دوام  نيوفيلددخپل متبوع هېواد سفارت سره دبهرنيو چارو وزارت دهمکاريو له امله د  خوښۍ په څرګندولو سره په  بيلابيلو برخو کې   يې دافغانستان له دولت او خلکو سره دکاناډا  د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته