سیاست

محمديونس قانوني د افغانستان د ژبو او ادبياتو د برخې له استادانو، شاعرانو، ليکوالو او څيړونکو سره وکتل

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٣ :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني نن غرمه د صدرات  د ماڼۍ  دکنفرانسونو په سالون کې دافغانستان د ژبو اوادبياتو د برخې له يوشمېر استادانو، شاعرانو ، ليکوالو او څيړونکو سره وکتل اوله هغوى سره يې په هېواد کې د اوسني فرهنګي حالت په باب خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال په پيل کې  د خبرو په ترڅ کې  د افغانستان لرغوني بډاى او ارزښتناک فرهنګ ته اشاره وکړه او ويې ويل چې په دې غونډه کې ستاسو ګډون د هېواد په اوسني فرهنګي حالت د پوهيدو لپاره دى او سياسي پروګرام نه دى او له دې امله  چې د افغانستان د شعر او ادبياتو د برخې له تاسو استادانو او مشرانوسره دکتنې اوپيژندګلوى فرصت برابرشوى دى؛ د زړه له کومې خوښ يم .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال وويل چې زموږ د خلکو ترمنځ د افغانستان د فرهنګ د تاسو مخکښانو ځاى مشهود دى خو  غواړم په دې  لنډپاتې فرصت کې
دا احساس پيدا شي چې  زموږ فرهنګيان په دولت کې پيژندل کيږي .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال دافغانستان دفرهنګ لپاره د يو ستراتيژيکي 
پروګرام نشتوالى يو له هغو دلايلو څخه وباله چې د دې سبب شوى دى چې موږ په دغوکلونوکې د فرهنګي لوړوالى په برخه کې کوم پرمختګ ونه لرو.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دې کتنه کې حاضرو؛ فرهنګيانو ته ډاډ ورکړ
چې په افغانستان کې د فرهنګي پراختيا او انکشاف لپاره د کار په برخه کې  ستاسو د داعيې ملاتړکوم په  دې برخه کې همکارى ته چمتو يم.
په دې غونډه کې صفيې صديقي، سيمين غزل حسن زاده، استاد شجاع خراساني ،استاد نجيب منلى، غفور ليوال، استاده خالده فروغ، قنبرعلي تابش، استاد حسين يمين، ياسين نگاه ، حبيب الله رفيع او ګلنوربهمن د لنډو خبرو په ترڅ کې هغوشتو ستونزوته اشاره وکړه چې د افغانستان د فرهنګي ټولنې د لارې پرسر پرتې  دي.
د افغانستان د شاعرانو او د ليکوالو د سراسري اتحاديې جوړول، د ادبي تحقيق او څيړنې لپاره د يوملي بنسټ جوړول او په افغانستان کې د ملي ادبياتو د رامنځته
کولو لپاره کار، په هېوادکې دګټور فرهنګي کار د دوام لپاره د فرهنګي سياست تدوين، د افغانستان د ليکوالو د اتحاديې او د افغانستان د ژورناليستانو د سراسري اتحاديې د جايدادونو استرداد هغه مهمې مسئلې وې چې په دې غونډه کې د ويناوالوپه خبرو کې طرحه شوې .
په پاى کې وپتيل شوه چې د يوشمېراستادانو، شاعرانو اوليکوالوپه ګډون دې يو
کميسيون د افغانستان د فرهنګي سياست د طرحې د تدوين لپاره کار پيل کړي چې د هغه له مخې په هېواد کې د فرهنګي پرمختيا او پرمختګ لپاره د يو ملي بنسټ په جوړولو لاس پورې شي .
دغه راز د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني د خپلو کتنو په
دوام نن مازيګر د صدارت د ماڼۍ دکنفرانسونوپه سالون کې د پروان پوهنتون له يوشمېر استادانو او روښانفکرانوسره وکتل.
په دې کتنه کې  په پروان پوهنتون کې  شته ستونزې او په چاريکارو ښارکې د ملي
پيوستنون د پروګرام نه تطبيق چې نيمه ښاري او نيمه کليوالي بڼه لري؛ د جمهوري
رياست له لومړي مرستيال سره طرحه شول.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال له دې امله چې د پروان ولايت نن يو پوهنتون لري او په هغه کې د هيواد څه دپاسه شپږ زره تنه بچيان زده کړه کوي؛ خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: دا ځوانان دي چې په خپلې پوهې او مهارتونوسره د خپل هېواد راتلوونکي برخليک ټاکي .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال د پروان پوهنتون استادانو او روښانفکرانو ته ډاډ ورکړچې په دغه ولايت کې به شته ستونزې به وڅيړل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته