نړۍ

په شمالي وزيرستان هوايي بريد

پيښور  جيونيوز باختر دليندۍ دمياشتې ٥
پاکستاني پوځيانو دشمالي وزيرستان په ځينو قبايلي سيمو کې  دطالبانو په پټنځايونو پراخ  هوايي يرغل  پيل کړى دى.
په دغو عملياتو کې دپاکستان دهوايي ځواکونو توپ لرونکې هليکوپټرونو دميرعلي په ښارګوټې کې د طالبانو په پنټځايونو بريد کړى دى .
په دې خبر کې دسر دزيان او مالي تاوان په باب څه نه دي ويل شوي .
دهمدې خبر له مخې :  په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې په پاکستاني پوځيانو بريدونو  زور اخستى دى  لکه څنګه چې ددغې اوونۍ  ديکشنبې په ورځ دناپيژندل شويو وسله والو کسانو په بريد کې دوه تنه پاکستاني پوځيان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
دپاکستان د دې نيوز انترنشنل  ويب پاڼې په  ليکنه دشمالي وزيرستان د مرکز ميرامشاه او دميرعلي دښارګوټې  ترمنځ سړک هم  په ګرځيدو راګرځيدو دبنديز
له امله تړل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته