روغتیا

په چهارآسياب ولسوالۍ کې د کرونا ويروس د مخنيوي پيغامونه ودرول شول

 کابل / د وري ٢٠مه / باختر
د کرونا ويروس د مخنيوي پيغامونو د درولو بهير نن د کابل په چهارآسياب ولسوالۍ کې پيل شو.
د کابل ولايت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ دغه بهير د اخته کسانو د شمېر د زياتوالي او د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي د بېړنۍ کمېټې له خوا پيل شوى دى.
په دغو پيغامونوکې روغتيايي بروشورونه، لارښوونې او توصيې شاملې دي.
دغه راز د کرونا ويروس د مخنيوي پيغامونو د درولو او د روغتيايي لارښوونو او توصيو د وېش بهير نن د کابل په استالف ولسوالۍ او د کابل ښار په ١١ حوزه کې پيل شو.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته