کابل باختر د ثور دريمه :
ديو مليونو افغانيو په ارزښت نن دنايب امين الله خان لوګري له روغتون سره دطبي وسايلو مرسته وشوه .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دغه طبي وسايل دکف دموسسې له خوا برابر شوي و ، چې دلوګر ولايت دمسوولينو په وړاندې د نايب امين الله خان لوګري روغتون ته وسپارل شول .
دلوګر والي محمد انور خان اسحق زي دکف موسسې دهمکاريو له امله په قدرداني سره وويل چې ددغو وسايلو په ترلاسه کولو سره به دنايب امين الله خان لوګري روغتون د جراحي څانګې ستونزې لري شي .
دنايب امين الله خان لوګري دروغتون رييس ډاکتر عاشق الله مجيدي وويل چې په دغو طبي وسايلو کې داکسيجن اصلي وسايل ، داکسيجن دتوليد ماشين او دجراحي داورتوپيدى وسايل شامل دي .
ختم _ ج _اکرم