خبرونهامنیت

یو ویشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
په قندهار کې له پوځیانو سره په نښته کې ۲۱ وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شول.
دغه جګړې هغه وخت ونښتې چې وسله والو طالبانو په ارغنداب ولسوالۍ کې د پوځیانو پر ګزمې او په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرتېرو پر پوستې یرغل وکړ.
د هېواد په جنوب کې د میوند قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغو نښتو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور یې ټپیان شوي دي.
قول اردو لیکلي دي چې پوځیانو مخکې د طالبانو پر ناوړه پلان خبر وو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
د وسله والو طالبانو د جنګي وسایلو یوه زېرمه په قندهار کې کشف شوه.
دغه زېرمه په میوند ولسوالۍ د طالبانو په پټنځي کې ساتل کېده.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو دویمه لوا وایي چې له دغې زېرمه څخه څو ماینونه، بمونه او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
د پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته