امنیت

دافغانستان تايمز مسوول مدير وډبول شو .

کابل باختر د تلي  نولسمه :
يو خبريال تيره شپه دناپيژاندو  وسله والو کسانو له خوا ووهل شو .
دافغانستان ټايمز ورځپاڼې پر مسوول مدير عبدالصبور سرير  دکابل ښار دپوليسو د پنځلسمې حوزې اړوند دخواجه بغرا دګولايي  په سيمه کې په داسې حال کې چې په موټر کې له خپلو کاري وسايلو سره له دفتر څخه کورته روان و دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا بريد وشو او له وهلو ټکولو وروسته يرغلګرو  دده موټر اوکاري وسايل له ځان سره يووړل .
عبدالصبور سرير له هغه وروسته چې روغتيايي حالت يې ښه شو  نن مازيګر دباختراژانس خبريال ته وويل: ناپژياندو وسله والو کسانو دده دتښتولو هوډ درلود خو دى په دې بريالى شو چې دسيمې دخلکو په همکارۍ دتښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته