ټولنه

ولسي وګړو له ملي پروژو ملاتړاعلام کړ

کابل باخترد کب دمياشتې دوه ويشتمه
د میدان وردګو ولايت د سید اباد د ولسوالۍ د ولسونو او د بريښنا شرکت له منځه هوکړه وشوه چی د برښنا په لېږد کی به هر ډول ستونزې له منځه وړي .
په هغو مراسموکې چې په همدې موخه پر ځای شوي و، د ميدان وردګو والي انجنیر ځنډیګل زمانی وویل چې د ملی پروژو طرحه او پلي کول د ملی وحدت د حکومت له ژمنو څخه دي چې دا دی یوه په بله پسې عملی کیږی.
د يادونې وړ ده چې دا هوکړه ليک په داسی حال کې پلي کيږي چې د بريښنا شرکت به سید اباد ولسوالۍ ته شل میګا واټه برق د سید آباد له سب سټیشن څخه تر۲۰۱۹ کال پوری په پړاوويز ډول له قرارداد سره سم وېشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته