امنیت

ديوې کورنۍ دوه تنه ماشومان ووژل شول

کابل باختر دوري اوه ويشتمه

 دميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې پرون مازيګر دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان ووژل شول

 دميدان وردګو دوالي ويندوى شاهد الله شاهد باختر اژانس ته وويل دغه پيښه  له هغه وروسته رامنځته شوه چې يو دولس  کلن هلک له خپلې څوارلس کلنۍ خور سره دبهسودو ولسوالۍ په يورد کلي کې له چاوديدونکو توکو سره لوبې کولې .

  خبرځاى وويل دغه خور او ورور په دې چاودنه کې ځاى پرځاى ووژل شول .

 شاهد الله وويل چې دغه چاوديدونکي توکي دوسله والو مخالفينو له خوا دتروريستې عملونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوى وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته