امنیتTOP

په هېواد کې ۲۲۶ طالبان ووژل شول

کابل / د زمري ۸مه / باختر
دوه سوه شپږويشت وسله وال طالبان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
باختر آژانس د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ چې دغه وسله وال طالبان په تېرو ٢۴ ساعتو کې د پکتيا، کونړ، ميدان وردګو، قندهار، هرات، جوزجان، هلمند، بغلان او د کابل په ناامنوسيمو کې د امنيتي او دفاعي او ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو په عملياتو کې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره شول، ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتوکې ١٣۵ نور طالبان ټپيان شول او د هغوى جنګي وسايل له منځه يوړل شول.
دغه راز افغان ځواکونو په همدې موده کې د وسله والوطالبانو ١۵ ښخ کړاى شوي ماينونه له يوشمېر ولايتونو څخه کشف او شنډ کړل.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته