امنیت

دکورنيو چارو وزير : تروريستان په تيرکال او روان کال کې دحالاتو دګدوډولو په لټه کې دي چې بريالي به نه شي.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
دکورنيو چارو وزير نن دعامه امن او نظم او د سرحدي پوليسو قوماندانيو دکتنې په ترڅ کې ددغو دوو قوماندانيو له منسوبينو څخه وغوښتل چې په هيواد کې دامنيت دتامينولو په موخه زياتې هلې ځلې وکړي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر بآختر آژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې چې دکورنيو چارو وزارت تاميناتي معين او ددغه وزارت يو شمير رييسان او جنرالان هم ورسره  و، د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهدددغه ځواکونو کړنه وستايل ،و ويې ويل : تروريستان په تيرکال او روان کال کې دهيواد دامنيتي او دفاعيي ځواکونو دسرښندنې له امله دهغوى ناوړه پلاونونه شنډ کړي دي .
ده څرګنده کړه : دعامه امن او نظم د پوليسو ځواکونو له نورو امنيتي او دفاعيي ځواکونو په ګډو هلوځلو سره وکولاى شول چې تروريستان وځپي او اجازه ورنه کړي چې دهيواد امنيتي حالت ګډوډ کړي .
دکورنيو چارو وزير څرګنده کړه :دافغانستان دخلکو هيله په هيواد کې دامنيت او د سولې  تامينول دي چې دهيواد امنيتي او دفاعيي ځواکونه په دې برخه کې هر اړخيزې هلې ځلې کوي .
دغه راز دعامه امن او نظم لوى قوماندان پاسوال زمرى پيکان وويل: دعامه امن او نظم دپوليسو ځواکونه دګرانو هيواد والو په خدمت کې دي او دهيواد په بيلابيلو برخو کې دتروريستانو دفعاليتونو دشنډولو او ځپلو لپاره کار او مبارزه کوي.
دکتنې په پاى کې دکورنيو چارو وزير ، دعامه امن او نظم دلوى قوماندانۍ يو شمير منسوبين دستاين ليکونو په ورکولوسره وستايل دغه راز دکورنيو چارو وزير دسرحدي پوليسو دلوى قوماندان بيلابيلې برخې وکتلې او په هغو خبرو کې چې په دغې قوماندانۍ کې يې وکړې دهيواد دپولو دساتنې په لاره کې دسرحدي ځواکونو کړه وړه او فعاليتونه وستايل او دهيواد له نورو امنيتي او دفاعيي ځواکونو سره يې ددغو ځواکونو په لازياتې همغږۍ او همکارۍ باندې ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته