خبرونهټولنه

په کابل کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې

 کابل، د لړم ۲۷مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د یوې شبکې د جوړولو چارو د پيل خبر ورکوي.

دغه وزارت ویلي چې دغه شبکه د یاد وزارت د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ریاست له لوري د کابل د شکردرې ولسوالۍ په دانشمند کلي کې د درې میلیونو او ۶۰ زره افغانیو په لګښت رغول کېږي چې په کې د ۴٨٧٢ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۲۵متر مکعب په وړتیا د یوې زېرمې جوړول او د لمریزې برېښنا د اوو شبکو نصبول شامل دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې د یادې شبکې په بشپړېدو سره به د نوموړي کلي ۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته