سیاست

جمهور رئیس غني: د ستوري ماڼۍ بیارغاونه په یویشتمه پیړۍ کې د اماني دورې د عظمت د تجدید نښه ده

جمهور رئیس غني:  د ستوري ماڼۍ بیارغاونه په یویشتمه پیړۍ کې د اماني دورې د عظمت د تجدید نښه ده
د هند لومړی وزیر: له افغانستان سره زموږ د مشارکت ژمنتیا او دوستۍ قوت غیر متزلزل دی
کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د بهرنیو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ د بیا پرانېستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په پرانېستونکې وینا کې چې د هندوستان لومړي وزیر په دغو مراسمو کې د ویډیو کنفرانس له لارې وصل و او د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هم حضور درلود، وویل: موږ نن د یوې داسې تاریخي ماڼۍ د بیا پرانېستو شاهدان یوو، چې نږدې یوه پیړۍ د هېواد د بهرني سیاست د ادارې مرکز و. 
هغه وویل: ددغې ماڼۍ ترمیم او بیا رغاونې ته جدي اړتیا لرله چې د دوست هېواد هندوستان جمهوریت په پنځه عشاریه اوه میلیونه ډالرو مرسته يې د اغاخان فرهنګی بنسټ له خوا د ترمیم او بیارغاونې کار شاوخوا درې کاله وخت ونیوه. 
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: د ستوري ماڼۍ رغاول د ملي شورا نوې ودانۍ او د افغان هند د دوستۍ بند په څیر د هندوستان د صادقانه همکاریو بېلګه ده چې له افغانستان سره د هندوستان صادقانه همکاري ښيي.
صلاح الدین رباني څرګنده کړه: د افغانستان او هندوستان ترمنځ اړیکې یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ رسمی اړیکې نه دي، بلکې ددغو دوو لرغونو ټاټوبو د اوسېدونکو ترمنځ نه شلېدونکي اړیکې دي چې د ډیپلوماتیکي، تاریخي، سیاسي، تصوف، عرفان، شعر و ادب، موسیقۍ، هنر او معمارۍ په رسۍ کلکې غوټه شوې دي.
ورپسې جمهور رئیس غني خبرې وکړې او د هندوستان دولت او ملت څخه یې له دې امله مننه وکړه چې د غم او خوښۍ په ورځو کې زموږ ترڅنګ ولاړ دي، هغه وویل: نن یوه بله د خوښي ورځ ده، چې د ستوري تاریخي ماڼۍ چې په اوسني عصر کې د افغانستان د دیپلوماسۍ نښه ده د هندوستان په سخاوتمندانه مرسته ترمیم او بیارغاول شوې ده، له دې سره دواړه هېوادونه خپلو ژورو دوستانه مناسباتو کې یوه بله پاڼه زیاتوي.
جمهور رئیس د یادې ماڼۍ په بیارغاونه کې د کریم اغاخان او د اغاخان فرهنګي بنسټ له پاملرنې او هڅو څخه مننه وکړه وې ویل: حالاتو او تحولاتو په ډاګه کړې ده کله چې ملتونه د اړیکو بنسټ په دوستۍ، باور او متقابلې همکارۍ کېږدي، هره ورځ به د دوستانه اړیکو په ګلزار کې د یو نوي نیالګي د اېښودو شاهدان یوو.
جمهور رئیس وویل: د افغانستان او هندوستان دوستي د حافظ ددغې خبرې بشپړه څرګندونه کوي چې ویلي یې دي "درخت دوستی بنشان كه كام دل ببار آرد." ددغه دوو تاریخِ هيوادونو د دوستۍ جرړه د تاریخ تر ژورو رسېدلې ده چې څانګې او پاڼې یې د زمان تر لوړو رسېدلې دي. 
محمد اشرف غني وویل، د ستوري ماڼۍ بیارغاونه بله معنا هم رانغاړي او هغه دا چې افغانستان په خپل معاصر تاریخ د خپلواکۍ د اتل  ارواښاد امان الله خان په وخت کې د معاصرې ډيپلوماسۍ بنسټ په دغه ماڼۍ کې کېښود، تر څو د آزاد، سرلوړي او بین المللي قوانینو ته د ژمن هېواد په توګه د نړۍ د آزادو ملتونو جرګې ته د ننوتو لار پرانیزي.
هغه وویل: ددې ماڼۍ رغاول په یویشتمه پيړ کې د هغه عظمت د تجدید په معنا دی، یعنې دا چې موږ لا هم په آزدۍ، سرلوړۍ او په برابر موقف له نورو لرې او نږدې هېوادونو او نړۍ سره خپلې نننۍ اړیکې تنظیموو او غواړو د امنیت، سولې او خیرغوښتنې ته ژمن او مسوول هېواد و اوسو او په دغه برخه کې خپل تاریخي نقش ادا کړو.
جمهور رئیس وویل، ستوري ماڼۍ له بلې تاریخي خاطرې پورې چې دواړو هېوادونو ته تلپاتې ارزښت لري، تړلې ده  او هغه دا چې د هندوستان جلا وطن دولت په دې ماڼۍ کې د هند د خپلواکۍ موافقتنامه لاسلیک کړه. دا په دې مانا ده چې دواړه هېوادونه د تاریخ په بېلابېلو دورو کې په سختو او اسانه شرایطو کې یو د بل تر څنګ وو او دي او یو د بل د ازادۍ، ابادۍ او سرلوړۍ لپاره یې همکاري لرله.
جمهور رئیس له افغانستان سره د هند نویو مرستو ته په اشارې وویل: زموږ اړیکې به دلته متوقفې نشي، موږ مصمم یوو چې د سولې او ارامۍ د ساتنې، پر وحشت او افراطیت د غلبې او د خپلو ملتونو د هوساینې او نېکمرغۍ لپاره په خپل ټول توان کار وکړو.
هغه زیاته کړه، بالاخره به د سولې او خیر غوښتنې منطق د جنګ او شرارت طلبۍ پر منطق، او د ډيپلوماسي او خبرو منطق د ترور او خشونت پرمنطق بریالی شي. دا یوازې د افغان او هند دو ملتونو کامیابي نه ده، بلکې پر دې سربېره پر دښمنۍ د دوستۍ بریا، په کارشکنۍ د همکارۍ بریا ، پر ویرانۍ د ابادۍ بریا او په برسېرنې کتنې او لنډ فکرۍ د درایت او دور اندیشي بریا ده.
جمهور رئیس څرګنده کړه، دا زموږ تاریخي رسالت او مسوولیت دی چې خپلو اولادونو ته د سوله ییز ژوند لاره هواره کړو، جنګ او ناامني پای ته ورسوو، د خپلو هېوادونو د ښېرازۍ لپاره همت وکړو، رڼا او هیلې ته غېږې پرانیزو او تاریکي او تباهي او جهل ته د پای ټکی کېږدو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، څوک چې د خپلې زمانې اړتیاو ته پام نه کوي د خپلو خلکو د خیر او فلاح فکر نه کوي او د سولې پرځای له جنګ او د دوستي پرځای له کینې او دښمني کار اخلي که څومره پرې ناوخته شوې هم وي، له تاریخي لوی پښېمانۍ سره به مخ شي.
جمهور رئیس غني وویل، موږ افغانستان او هند د هغوی برخلاف تصمیم نیولی چې د دوستۍ او همکارۍ تاریخ جوړ کړو او زمان په درایت او دانایي مدیریت کړو او له تاریخي فرصتونو څخه د خپلو ملتونو د پرمختګ لپاره ګټه واخلو.
هغه وویل، نن د ستوري ماڼۍ د بیا پرانیستې شاهدان یوو، بله ورځ به په راتلونکي کې د دارالامان ماڼۍ د پرانیستې شاهدان اوسوچې د معاصر افغانستان نښه او زموږ په هېواد کې د اصلاح طلبانه اقداماتو او پرمختګ پیل وو. دا د راتلونکو نسلونو حق دی چې په امنیت، نېکمرغۍ او هوسایي کې ژوند وکړي او د خپل هېواد د پرمختګ شاهدان وي.
ورپسې د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې وې ویل: افغانستان د هند بلا واسطه ګاونډی دی. زموږ خبرې او عقل شاهد دی چې هندیان او افغانان تل نږدې دوستان وو.
هغه وویل، نن یو ځل بیا سره یو ځای یوو چې زموږ د دوستۍ او پیوستون یوه نوې لاسته راوړنه ولمانځو او زموږ د ګټورو همکاریو په برخه کې بل ګام واخلو.
د هند لومړي وزیر زیاته کړه، هیڅ شی په څنګ کې د ښو دوستانو د لرلو او د ګډو نوښتونو د نمانځنې بریالي پایته رسېدو څخه چاته زیات ښه احساسات نه ورکوي چې ما او جمهور رئیس غني په تېرو میاشتو کې په ښو مناسبتونو کې دا فرصت درلود
هغه وویل، د تېر کال ډسمبر میاشت کې عالي جناب او ما د افغانستان ملي شورا ودانۍ پرانیستله، دې پرانیستې د نوي افغانستان د بنسټ پیاوړي کولو ته زموږ ګډ تعهد څرګند کړ.
ناریندرا مودي څرګنده کړه، د ترانزیت دهلیز تړون چې د روان کال می میاشت کې د هند، افغانستان او ایران تر منځ لاسلیک شو، زموږ د ګډې همکارۍ په برخه کې د عطف بله نقطه وه، دې تړون د افغانستان د اقتصاد د ودې او پراختیا د نویو لارو د ایجاد لپاره زموږ ګډ او واضح هوډ وښود.
د هندلومړي وزیر وویل، یو میاشت وروسته موږ د یو بل په اتفاق د افغانستان او هند دوستي بند پرانیست، سلما بند نه یوازې د هرات اقتصاد او کرنه احیا کوي، بلکې د دې هېواد په هر اړخیزه وده کې هم مرسته کوي.
ناریندرا مودي زیاته کړه، نن د ستوري ماڼۍ پرانیسته له بېلابېلو اړخونو په بشپړه توګه زموږ د ژمنتیا یو متفاوت او بنسټیز بعد دی. دا اقدام په ځانګړي ډول د افغانستان فرهنګي میراث ته تازه ژوند وربښي.ستوري ماڼۍ د مهمو تاریخي رویدادونو اساس او زمینه وه.
د هند لومړي وزیر څرګنده کړه، د هغوی لپاره چې په افغانستان کې  د خشونت له سیوري مه واره نور څه نشي لیدلی، د ستوري ماڼۍ بیا رغاونه  د غني او پرشکوه افغانستان د رسومو یوه یادونه ده او زموږ افغان وروڼو او خویندو ته د دې ماڼۍ بیا رغاونه ښکلا، غنا د افغاني ټولنې د له لاسه وتلو یادونو عظمت ژوندی کوي.
مودي وویل، افغانستان زموږ نږدې دوست دی، زموږ ټولنه او خلک پخوانۍ اړیکې سره لري، په همدې دلیل د دې مشاهده موږ اندېښمن کوي چې  کوښښ کېږي ستاسو سرلوړی هېواد  د نورو د ناوړه موخو او د خشونت او ترور بنسټونو قرباني شي.
د هند لومړي وزیر د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ وې ویل، ستاسو د کوښښونو په دوران کې د یو بریالي افغانستان د ودانۍ او په ټولنه کې د امن، امنیت او استحکام لپاره یو میلیارد دوه سوه او پنځوس میلیونه هندیان تل له تاسو سره دي.
ناریندار مودي وویل، له افغانستان سره زموږ د مشارکت ژمنتیا او دوستۍ قوت غیر متزلزل دی، ننني مراسم زموږ د رښتیني هوډ او زموږ د ګډو او پراخو کوښښونو ښودنه کوي. موږ غواړو چې هر افغان پرمختګ وکړي او ستاسو ټولنه د اقتصادي ودې له ګټو برخمنه شي. شرایط چې هر څه وي هند به د ټولو افغانانو د روښانه راتلونکي لپاره له تاسو سره همکاري وکړي.
د دې مراسمو په پای کې جمهور رئیس غني او د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي د تکمې په کېکاږلو او له برېښنایي لوح څخه د پردې په لیرې کېدو سره د ستوري ماڼۍ رسماً پرانیستله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته