سیاست

د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې سرپرست معرفي شو

کابل باختر د سلواغې د مياشتې  ١٣  :
سيد رضاموسوي د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د سرپرست په توګه ددغې ادارې مسوولينو او کارکوونکو ته ور وپيژندل شو.
د باخترآژانس دخبرله مخې : 
سيد رضا موسوي د جمهوري رياست له حکم سره سم د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د رياست د سرپرست په توګه معرفي شوى دى.
په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت پرځاى شوي و، د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې عملياتي مرستيال محمودشاه حبيبي په کاري چاروکې له نوي رئيس سره د دغې ادارې د مسوولينو او کارکوونکو د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته