ټولنه

کابل ښاروالۍ درې سوه کيلوګرامه تېرتاريخ خوراکي توکي راټول کړل .

-کابل / دغبرګولې ٢٨مه / باختر :
کابل ښاروالۍدخوراکي توکو دپلورنځيو دڅېړنې په بهير کې درې سوه کيلوګرامه تېرتاريخ  خوراکي توکي  له کابل ښار څخه  راټول کړل .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دکابل ښار د١٤ ناحيې دڅېړنې ډلې دکابل ښاريانو دروغتيايي خونديتوب په مقصد دکابل ښاروالۍ دچاپيريال روغتيا ساتنې  درياست او پوليسو په همکارى  دخوراکي توکو دپلورنځيو دڅېړنې په بهير کې  درې سوه کيلوګرامه  تېرتاريخ خوراکي توکي دکابل ښاروالۍ د ١٤ ناحيې  له مربوطاتو څخه راټول اوسرغړونکي يې  نغدي جريمه کړل .
په دغو توکو کې نوشابې ، بسکيټ  ، لبنيات اوخوراکي توکي شته چې له راټولولو وروسته  دله منځه وړلو  په مقصد ټاکلي سيمې ته  ولېږدول شول .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته