کابل باختر د تلي اته ويشتمه :
دخيرخانې مينې دلب جر په ساحه کې د حضرت خضر دجومات دراي ورکولو په مرکز کې کار له دوو ساعتونو ځنډ وروسته پيل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، ددغه مرکز يو مسوول ددغه ځنډ علت دراي ورکولو دپاڼو او ددغه مرکز د موظفو کارکوونکو ناوخته رسيدل او دغه راز له بايومتريک دستګاه سره دخلکو نه بلدتيا بولي .
دغه راز په دې مرکز کې کتوونکو ويلي دي چې تقلبي رايې هم په صندوقونو کې اچول شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم