امنیت

په کابل کې ديوې ځوانې ښځې مړى پيداشو

کابل باختردکب دمياشتې ١٢ :

ديوې ځوانې ښځې مړى نن دکابل ددريمې ناحيي دپل سرخ په ساحه کې دسيند له غاړي څخه پيدا شو.

دکابل دپوليسو يو خبرځاى دباختر اطلاعاتي  اژانس ته وويل متوفاښځې فرزانه نوميده  او تراوسه پورې يې دمړينې انګيزه نه ده معلومه شوې ..

ويل کيږي دغه ميرمن دروحي تکليف له پلوه ځوريده او له درملوڅخه يي استفاده کوله .

پوليسومړى دعدلي طب متخصصينوته سپارلي دي اوددغې پيښې په باب څيړنه پيل شوې ده  چې دغه ميرمن په طبيعي مرګ مړه شوې ده او يا دا چې وژل شوې ده سره له دې چې دکوم ګوزاراوياټپ اثار ددي په بدن کې نشته خو دسيندله غاړي مړى پيداکيدل دپوښتنې وړده چې پوليسوهڅه کوي حل يې کړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته