هرات باختر دچنګاښ دمياشتې ١٥ :
يو شمېر افسران او ملي سوداګر شکايت لري چې په شيدايي ښارګوټي کې د دوى ځمکې د يوشمېر کورنيو بېځايه شويوکسانو له خوا غصب شوې دي.
د افسرانو او ملي سوداګرو يوشمېر استازو چې د شيدايي د اراضۍ د ملکيت سندونه په لاس کې لري، خو تر اوسه پورې د خپلو جايدادونو په بېرته ترلاسه کولو بريالي شوي نه دي، د انصار زون له قوماندان او د ولايت د مقام له سرپرست جمعه عديل سره په کتنه کې وويل چې د دغو ځمکو له پيرولو څخه دولس کاله تيريږي او تر اوسه پورې د کورنيو بېځايه شويو په لاس کې دي.
د ښاروالۍ سرپرست د دغوکسانو د تائيدولو ترڅنګ سلطاني ويالي ته څېرمه د بېځايه شويوکسانو د ځاى پرځاى کولو لپاره د نوي ښارګوټي د جوړولو خبر ورکړ او ويي ويل: ټاکل شوې وه دغه بېځايه شوې کورنۍ له دغې ساحې څخه بل ځاى ته وليږدولې شي، خو د ځينو عواملو له امله دغه کار عملي نه شو.
غلام غوث نيک بين له امنيتي ځواکونو څخه وغوښتل چې اصلي خاوندانوته يې د دغوځمکو په بېرته سپارلو او يوه نوې ساحې ته د دغوبېځايه شويوکورنيوپه ليږدولوکې اقدام وکړي.
دى وايي: په شيدايي ښارګوټي کې د دغو داخلي بېځايه شويو شتون د دغه ښارګوتي په پرمختيايي کارونوکې د ځنډ سبب شوى دى.
دغه راز ښاغلي نيک بين هم د شيدايي د لويې لارې په حريم کې د خپلسرو دکانونو د جوړولو خبر ورکړ او د دغو دکانونو د جوړولو په مخنيوي کې يې د پوليسو د همکارۍ هيله وکړه .
ده دغه راز د دغه نوي ښارګوټي لپاره د څښلو د اوبو د برابرولو خبر ورکړ او ويې ويل چې د اوبو رسولو دغه پروژه به هم په راتلوونکې اوونۍ کې دغه ښارګوتي ته وسپارل شي .
په دې غونډه کې د هرات ولايت سرپرست د خلکو د ستونزو د حل کولو په خاطر اړوندو مراجعو ته لازمې لارښوونې وکړې .
0 1 دقیقه لوستل