اقتصاد

د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا په غونډه کې د پرانستې لاسرسي پالیسۍ ـ نوري فایبر د شبکو د جواز پر طرحې او همداراز د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د کابل ښار د ۱۲ او ۲۲ ناحیو د اوبو رسونې شبکو په جوړیدو بحث وشو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه غونډه چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، لومړی په کې د پرانستې لاسرسي پالیسۍ ـ نوري فایبر د شبکو د جواز طرحه په مالي او بانکدارۍ چارو کې د جمهوررئیس سلاکار اجمل احمدي او د اترا ادارې له خوا وړاندې شوه.
په دغې طرحې کې د نوري فایبر شبکې د اوسني وضعیت، د جواز په اغیزمنونکو لاملونو، د جواز د فیس (قیمت) په بڼې، د ذیدخلو اړخونو په نظرونو او وړاندیزونو، د داواطلبۍ سند په طرزالعمل، د نوري فایبر د سیمه‌ییزو څيړنو او د فیس ( د جواز قیمت ) د ټاکلو په اړه معلومات ورکول شول.
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنطیم ادارې ( اترا) د طرحې په اساس، د افغانستان نوري فایبر دا مهال د هېواد له ۲۴ ولایتونو سره وصل دی او فعال مسیر یې ۴۰۰۰ کیلو متره دی او د هېواد بین‌المللي مسیر یې اوسمهال له پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکمسنتان سره نښلول شوی دی. دغه مسیرونه به راتلونکي کې د ۴۸۰ کیلومتره اتصال له لارې د بدخشان له فیض اباد څخه د چین تر سرحده پورې نښلول کېږي.
د اترا اداره وایي، د نوري فایبر د ترانسمیشن شبکو د جواز په طرحې کې حقوقي، اقتصادي او تخنیکي شرایط شامل دي او یاده طرحه له مشخصو وړاندیزونو سره د تائید لپاره د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شوه.
په مالي او بانکدارۍ چارو کې د جمهوررئیس سلاکار اجمل احمدي وویل، د دغې پروسې پر وړاندې حقوقي ستونزې اوارې شوي دي او د جواز د فیس ستونزه تراوسه شته چې په دې برخه کې لازمو پریکړو ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه په دې برخه کې د پانګونې راجلبول مهم دي او باید د نوري فایبر د اوسط فیس جواز په پام کې ونیول شي؛ تر څو پانګونې لپاره داخلي پانګه‌وال جذب شي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان وویل، خدمتونه او د مکالمې امنیت خورا مهم دی، باید په دغو دوو موضوعاتو غور وشي.
د کوراو ښارجوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري وویل، افغانستان د دې ظرفیت لري چې د سیمې د ټکنالوجۍ په مرکز بدل شي او په دې برخه کې  پانګونې ته توجه مهمه ده.
د ولسي جرګې غړي عبیدالله رامین په دې اړه وویل، د هغو کمپنیو لا زیاتې ارزونې ته اړتیا ده چې په دغه برخه کې کار کوي او باید د دغو کمپینو له کاري  بهیر څخه په خپل وخت څارنه وشي. 
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس نادر نادري وویل، هر څومره چې فیس لوړ وي، مصرف هم زیاتیږي او د محرومو ولایتونو لپاره دې داسې فس په پام کې ونیول شي چې ټول له نوري فایبره ګټه واخیستلی شي، ځکه کېدای شي دا له ځان سره ټولنیز تاثیرات ولري.
د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي په دې اړه وویل، د یادې طرحې د تطبیق لپاره ماسټر پلان ته اړتیا ده؛ تر څو افغانستان تر پوښښ لاندې راشي چې د پرمختیايي او اقتصادي برنامو د تطبیق په برخه کې له خنډ سره مخ نه شو.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي هم یاده طرحه مهمه وبلله وې ویل: هر څومره چې له نوري فایبر څخه د استفادې فیس ټیټ وي، د خلکو لپاره د لازیاتې بوختیا زمینه برابرېږي او له اقتصادي پراختیا سره مرسته کوي.
همدارنګه په غونډه کې نورو برخه‌والو هر یو د موضوع په اړه مشخص نظریات وړاندې کړل.
جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، افغانستان د نوري فایبر د پروژې د تطبیق لپاره مناسب ظرفیت او بستر لري. هغه د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت ته لارښوونه وکړه چې د پوليتخنیک پوهنتون سره په همغږۍ هوکړه لیک لاسلیک کړي؛ تر څو په دغه برخه کې له تکړه متخصصینو څخه کار واخیستل شي.
هغه زیاته کړه: هر هغه پالیسۍ چې د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کېږي باید څرګندې موخې او لرلید ولري. جمهوررئیس د لومړني، کلني او نوري فایبر فیس د تجدید په اړه وویل، په مالي او بانکدارۍ چارو کې د جمهوري ریاست د سلاکار له وړاندیزونو سره سم دې ګامونه پورته شي.
جمهوررئیس غني په دغه برخه کې پانګونې او د شرکتونو سالم رقابت ته په اشارې وویل، د تدارکاتو او د نوري فایبر د خدمتونو د وړاندې کولو موضوع مهمه ده. هغه ټینګار وکړ چې د جواز مسئله او له نوري فایبر څخه دې د ګټې اخیستو ډول مشخص شي او په دغه برخه کې واضح پالیسۍ ته اړتیا ده.
جمهوررئیس غني فواید عامې وزارت ته لارښوونه وکړه چې په ټولو زیربنايي او پرمختیايي پروژو کې دې د نوري فایبر شبکې د ډيزاین ډول، نقشه او تطبیقي پلان په پام کې ونیول شي.
د اجنډا په بله برخه کې، د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د کابل ښار په ۱۲ او ۲۲ناحیو کې د اوبو رسونې شبکې د جوړولو په طرحې چې د افغانستان د اوبو رسونې او ښاري کانالیزاسیون د عمومي شرکت د ریاست له خوا وړاندې شوه، بحث وشو.
د دغه معلوماتو په اساس د اوبو رسونې شبکې یاده طرحه کولای شي ۵۳۵ زره کسانو ته د څښاک اوبه چمتو کړي او د ککړو اوبو د کارونې مخه ونیسي او دغه راز په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۲۰۰۰کسانو ته د بوختیا زمینه برابروي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیز محمدخان د کابل ښار بېلابېلو ناحیو ته د اوبو رسونې طرحه ګټوره وبلله وې ویل، د اوبو رسونې لپاره د ترجیحي سیمو د ټاکلو دلایل باید مشخص شي او دغه راز دې د نورو سیمو لپاره اساسي اقدامات وشي.
د کور او ښارجوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري د کابل د ناحیو لپاره د اوبو رسونې طرحه ګټوره وبلله او په خپل وخت یې د هغې پر تطبیق ټینګار وکړ.
د جمهوررئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش وویل، د کابل اکثریت سیمې د څښاک اوبو له کمښته سر ټکوي او د اوبو سکتور اړوندو بنسټونه باید په دغه برخه کې همغږي وي؛ تر څو ټول ښاریان د څښاک اوبو ته لاسرسی ومومي.
د ولسي جرګې غړي عبیدالله رامین په دې اړه وویل: سره له دې چې د اوبو پریمانه زیرمې لرو خو لا هم د اوبو له کمښت سره مخ یوو او په دغه برخه کې دې جدي تدابیر وسنجول شي. 
دغه راز د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور، د صنعتکارانو د اتحادیې رئیس شیرباز کمین‌زاده، الهام هوتکي او نورو ګډونوالو په دغه برخه کې خپل وړاندیزونه وکړل.
جمهوررئیس د کابل ښار په ۱۲او ۲۲ناحیو کې د اوبو رسونې شبکې د جوړولو هرکلی وکړ زیاته یې کړه: د ځمکې او اوبو د شورا په چوکاټ کې ګډ بحث ته اړتیا ده، باید معلومات راټول او لازم تصامیم ونیول شي.
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، تخنیکي معلومات باید راټول او واضح شي چې د اوبو په برخه کې اقتصادي ارزونې وشي او دغه شان دې د ځمکې لاندې او د تجدید شویو اوبو ترمنځ تفکیک وشي.
هغه څرګنده کړه، په دغه برخه کې باید د شرکتونو آزاد رقابت او دوامدارو بحثونو ته زمینه برابره شي او د تصمیم نیولو معیارونو لپاره دې واضح میکانیزم مشخص شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته