امنیت

دطالبانو شپږوسله وال غړي ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتي ١٦ :

دملي پوليسوځواکونودترورستانواودافغانستان دخلکو ددښمنانو له شتون څخه دسيمودپاکولو په مقصد په تيرو څلرويشتو ساعتو کې دهيواد په ځينو سيمو کې يولړ ګډچاڼيز عمليات ترسره کړل .

دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دغه عمليات دلوګر ، غزني  اوهرات دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول  چې له امله يې شپږتنه  ياغي طالبان ووژل شول  درې تنه يې ټپيان او اته تنه نورياغيان دهيواد دملي پوليسو دځواکونو له خوا ونيول شول.

يوه اړونده خبرځاى وويل  په دغو عملياتو کې شپږميله ډول ډول وسله ، يو موټر سايکل اويوه اندازه  مهمات او چاوديدونکي توکي هم دپوليسو لاسته ورغلي دي .

ديوبل خبرله مخې،  دکابل د ١٠١ آسمايي زون دقوماندانۍ دملي پوليسو منسوبينو پرون يوولس تنه دغلا او وژنې په اړوند دکابل ښار دپنځمې ، نهمې اويوولسمې امنيتي حوزي په مربوطاتو کې ونيول .

له نيول شويو کسانو څخه دپوليسو تحقيقات اوپوښتنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته