ټولنه

دډاډ ګيرنې او خواخوږۍ پيغام

 کابل باختردزمري دمياشتې  ٩ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي دډاډګيرنې اوهمدردۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مې  خبر ترلاسه کړ چې دسترې محکمې دنظامي جرمونو اودکورني امنيت دديوان  مستشار ډګرجنرال زلمى پاينده  دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شو.
ارواښاد ډګر جنرال زلمى پاينده  له تکړه افسرانو څخه و، کلونه کلونه يې  په نظامي محکمو کې خدمت وکړ ، مړينه يې ضايعه ده .
دخپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب دده کورنۍ  ، دوستانو او همکارانو ته څرګندوم  او دلوى خداى  ج  له دربار څخه متوفى ته دمغفرت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته