ټولنه

دجمعې د لمانځه په خطبوکې خلک يووالۍ او پيوستون او د الهي حکمونو پيروي ته راوبلل شول .

کابل باختر د وږي  لومړي :

د جوماتونو ملا امامانو، خطيبانو او واعظانو نن دجمعې د لمانځه په خطبوکې خلک له ګناه څخه ډډې کولو او په بشپړه توګه د الهي حکمونو او د نبوي ارشاداتو پيروي ته راوبلل .

دهيواد له مرکز او ولايتونو څخه دباخترآژانس د خبريالانود خبر له مخې: په دغو خطبوکې دهغو نعمتونو په باب چې لوى خداى ( ج )  په دنيا کې د انسانانو په برخه کړي دي؛ خبرې وشوې اوڅرګنده شوه چې داسلام مبين دين په دنيا کې مسلمانانو ته زيات مسووليتونه سپارلي دي چې بايد دغه مسووليتونه رعايت شي .

 په خطبوکې دغه راز وويل شول چې هر مسلمان دخپل ځان ، کورنۍ او هيواد په وړاندې مسووليت لري او د الهي حکمونو او د نبوي اخلاقو او ارشاداتو په پيروۍ دې هم ځان او هم خپل بچيان دعلم او پوهې په ګاڼه سمبال کړي او په دې کارکې د نورو مسلمانانو په وړاندې هم مسووليت منوونکي وي .

 په دغو خطبوکې وويل شول چې د اسلام دمقدس دين د مسلمانانو او د اسلامي ټولنې پرمختګ، ترقۍ او نيکمرغۍ په يو والۍ پيوستون او د يوبل په منلوکې ويني او توپير، نفاق او تاوتريخوالى چې د مسلمانانو د بېرته پاتې والي، بدمرغۍ اوبې لارۍ توب سبب کيږي؛ مردود بللى دى .

 دغه راز په ټينګار سره له خلکوڅخه وغوښتل شول چې له ګناه څخه ډډه وکړي او هم څرګنده شوه چې مسلمانان په هغه صورت کې چې ګناه يې کړى وي؛ بايد توبه وباسي او دګناه له تکرار څخه دې ډډه وکړي .

 په دغو خطبوکې په مصرکې دخلکو وژل وغندل شول او ددغه هيواد دخلکو د آرامۍ اوسوکالۍ او هم د افغانستان دخلکو او د ټولې نړۍ د مسلمانانو د نيکمرغۍ او سولې لپاره دخير دعا وشوه. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته