ټولنه

په ننګرهارکې د اوبو لګولو يو کانال او يو ساتنيز د يوال جوړېږي

کابل باختر/ د کب د میاشتې ۱۵مه
د څه دپاسه يو ميليون افغانيو په لګښت په ننګرهار ولايت کې د اوبو لګولو يو کانال او يو ساتنيز د يوال جوړېږي.
دکليو د بيا جوړولو اوپراختيا وزارت د ولسي تړون پروګرام د عامه اطلاعاتو ادارې باختراژانس ته خبر ورکړ:
د دغې پروژې کار د يومیليونو  ٥٨٠  زرو افغانيو په لګښت چې د خلکو ۱۰ سلنه ونډه هم پکې شامله ده؛ د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له خوا پيل شوى دى .
د دغو پروژو د کار په بشپړيدو سره د ننګرهار ولايت د چپرهار په ولسوالۍ کې ۳۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبېږي او ۲۲۰ کورنۍ به د هغو له اسانتياوو څخه ګټه واخلي .                                                                                  
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته