ټولنه

په بغلان کې نهه زره کورنيو ته دڅښاک روغتيايي اوبه تامين شوې

کابل باختردزمري دمياشتې ٧ :
په بغلان ولايت کې څه د پاسه نهه زره کورنيو دڅښاک په اوبو برلاسي پيداکړ.
دبغلان ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رياست سرپرست انجينر فرامرز نيکپي نن باخترآژانس ته وويل: شپږپروژې چې د اوبو رسولو دشبکو غځول، د ژورو نيمه ژورو او برسيرنوڅاګانوکيندل پکې شامل دي؛ دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه  دڅه دپاسه دولسو مليونو اووه سوه زرو افغانيو په ټول لګښت دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست له خوا دپلخمري ښار او د بورکې ولسوالۍ په مربوطاتوکې بشپړې اوګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
ده وويل: ددغو پروژو په بشپړيدو سره دڅښاک د اوبو دکمښت له پلوه دڅه دپاسه نهو زرو کورنيو ستونزې لرې شوې دي .
همدا اوس دمرکزي بغلان، تاله اوبرفک، دوشي، نهرين او د دهنه غوري د ولسواليو په مربوطاتوکې د اوبو رسولونهه ويشتو پروژو دعملي کولوکار دبشپړيدو په  حال کې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته