اقتصاد

د افغانستان د صنايعو د ټولنې مديره هيئت وټاکل شو

کابلباختر د سنبلي ٣١
دافغانستان د صنايعو دټولنې مديره هيئت نن وټاکل شو.
دباخترآژانس دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله د افغانستان دصنايعو په ټولنه کې جوړه شوې وه؛ د عمومي ټولنې د يوسلو نهه څلويښتو تنو غړو له جملې څخه يو ويشت تنه يې په سري ، مستقيمو او آزادو انتخاباتو له لارې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون تر څارنې لاندې وټاکل شو.
دافغانستان د صنايعو د ټولنې رئيس عبدالجبار ساپي وويل: اوس دڅرخي پله په صنعتي پارکونوکي يو زرو نهه شپيته فابريکې شته چې څه دپاسه دوه سوه څلويښت يې فعالې دي چې پنځه څلويشت زره تنه پکې په کار بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته