سیاست

دبريتانيا دشاهي هېواد له سفير سره دبهرنيو چارو دوزير کتنه .

کابل باختر د لړم اوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارووزير صلاح الدين رباني نن  په کابل کې دبريتانيا  دشاهي هېواد له سفير  نيکولاس  کي  سره وکتل .
  دبهرنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، دبريتانيا سفير  افغانستان او پاکستان ته ددغه هېواد دعالي کميشنر  دسفر دنتيجو اوداسيا دزړه په کنفرانس کې  دبريتانيا  د ځانګړي استازي  دګډون په باب  چې ټاکل شوې ده  په نږدې راتلونکې کې  په اذربايجان کې  جوړ شي  ، معلومات وړاندې کړ .
  ددغې کتنې په دوام  دواړو لورو  دسولې دبهير د څلور اړخيزې  همغږى  ډلې په چوکاټ کې په دې برخه کې  دهڅو او هانداو دنورو جوړښتونو ، په افغانستان او سيمه کې  دامريکا دمتحده ايالاتو  دنوې ستراتيژى ، دسياسي او امنيتي نتيجواو اغيزو او په افغانستان کې  په ټاکلې نيټه  او په شفاف ډول دپارلماني انتخاباتو  د ترسره کولو په باب  هراړخيزې خبرې وکړې .
  ختم _ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته