امنیت

ناپېژاندو کسانو يو امنيتي افسر په کاپيسا کې شهيد کړ

کابل / دلړم ٤مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه په کاپيسا کې د ملي امنيت يو افسر په دغه ولايت کې شهيد کړ.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند شايق شورش باختر آژانس خبريال ته وويل: ناپېژاندو وسله والو کسانو د کاپيسا په کوه بند ها ولسوالۍ کې د ملي امنيت رياست د امنيت مدير محب الله د ده کور ته څېرمه شهيد کړ.
خبرځاى زياته کړه: پېښه تر څېړنې لاندې ده او پوليسو د عاملانو د نيولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
ختم-شکريه – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته