اقتصاد

د تورخم بندر بيا پرانستل شو

کابل باختر د ليندي څلورمه
په کابل کې د پاکستان سفير نن د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له نوماند اوسرپرست محمد شاکر کارګرسره په کتنه کې د تورخم بندر دبيا پرانستلو خبر ورکړ .
دتورخم بندرله دوو ورځو راپديخوا د خيبر پښتونخوا ايالت دخلکو د مظاهرو له امله تړل شوى و .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې کتنه کې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست په پاکستان په تېره بيا په کراچۍ بندرکې دافغان سوداګرو د ستونزو يادونه وکړه او د پاکستان له سفيرڅخه يې وغوښتل چې دخپل متبوع هيواد له مقاماتو سره په اړيکه کې دې د تجارتي او ترانزيتي ستونزو په حل کولوکې هڅه اوهاند وکړي.
په کابل کې دپاکستان  سفير محمد صادق ژمنه وکړه چې د طرحه شويو ستونزو په حل کولوکې به هڅه اوهاند وکړي .
ده دغه راز زياته کړه چې د تورخم بندر نن بيا پرانستل شوى دى او سوداګر کولاى شي خپل مالونه له پاکستان څخه افغانستان ته او له افغانستان څخه پاکستان ته وليږدوي.
ديوبل خبر له مخې: ټاکل شوې ده په کابل کې د پاکستان تجارتي نندارتون د روان کال دليندي دمياشتې په اوومه نيټه پرانستل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته