ورزش

دبنګله ديش له ټيم سره دهېواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ دملي ټيم لومړني لوبه

کابل باختر دليندى  نهمه :
دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم  داسيا دجام په سياليو کې  په لومړني پړاو کې دليندۍ په  ٢٦ کې  دبنګله ديش له ټيم سره لوبه کوي .
دکرکټ بورد وياند فريدهوټک  نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې داسيا دجام سيالۍ په دووګروپونو کې  داتو ټيمونوپه ګدون دسريلانکا په کوربه توب ترسره کيږي چې دهېواددنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم په بې ګروپ کې  دروان کال دليندۍ دمياشتې  په ٢٦ نيټه دبنګله ديش له ټيم سره لوبه کوي
ديادونې وړ ده چې دهېواددنولس کلنو ځوانانو  دکرکټ ملي ټيم تراوسه پورې په هند کې  دتمرينونو لپاره شپې سبا کوي .
په دغه بې ګروپ کې دافغانستان دکرکت ملي ټيم دپاکستان ، بنګله ديش اوسينګاپور له  ټيمونوسره او په الف ګروپ کې دهند ،ماليزيا ، سريلانکا اونيپال له ټيمونوسره لوبې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته