امنیت

په هيوادکې امنيتي تدبيرونه اجرا کيږي

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١
امنيتي مقامات وايي چې د نيکمرغه لوى اختر په مناسبت په هيوادکې امنيتي تدبيرونه ترلاس لاندې نيولي شوي دي.
د باختر آژانس دخبرله مخې :
د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب الله دانش وايي: له پرون څخه امنيتي پروګرامونه د اجرا په حال کې دي او له اختر څخه دوه ورځې وروسته هم دوام کوي.
دانش وويل: لويې او مواصلاتي لارې، عيدګاوې، جوماتونه، تفريحي سيمې او د خلکو د راټوليدو سيمې به زياتره د امنيتي ځواکونو په تمرکزکې دي .
ده خلکو ته ډاډ ورکړ چې امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې د اختر د مناسکو د ترسره کولو په خاطر خلکو ته ډاډمنه فضا رامنځته کړي.
په همدې حال کې د کابل ولايت امنيه قوماندان ويلي دي: د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو د کابل له امنيتي ټيم سره په ګډو هلوځلو سره د نيکمرغه لوى اختر په ورځوکې د ښه امنيت د تامينولو په مقصد مشخص تدبيرونه او منظم امنيتي پلانونه نيولي دي چې د کابل محترم ښاريان د نيکمرغه لوى اختر ورځې په امنه فضا کې ونمانځي. په همدې مقصد ټول امنيتي ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتوکې دي. په امنيتي حوزو برسېره چې په خپلو سيموکې دامنيت دتامينولو مسووليت لري؛ د چټک غبرګون ځواکونه او نور کمکي قطعات د ښار په ټولو برخوکې په دندو ګمارل شوي دي.
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليس د کابل له محترمو ښاريانو په صميمانه ډول غوښتنه کوي چې د امنيت په تامينولوکې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د مشکوکو حالاتو د کتنې په صورت کې دې د کابل د پوليسو  له (١٠٠ ) شمېره او يا د کورنيو چارو وزارت له ( ١١٩ ) شمېره سره چې ٢٤ ساعته د خلکو په خدمت کې دي؛ اړيکه ونيسي؛ ستاسو همکاري کولاى شي ستاسو او د نورو د ساتنې سبب شي.
د کابل پوليس د کابل له ټولو درنو ښاريانو څخه غوښتنه کوي چې د امنيت د تامينولو په لاره کې له خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي؛ د غيرقانوني وسلو له ليږدونې او د خوښۍ او خوشحالۍ له ډزو څخه دې ډډه وکړي او خپلو ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته لارښوونه وکړي چې د وسايطو د ګړندي چلوونې، ناندريو او د پټاقيو او پلاستيکي وسلو له استفادې څخه چې د عامه نظم د ګډوډولو سبب کيږي؛ ډډه وکړي.
دغه راز هټيوال دې د پلاستيکي وسلو او پټاقيو له پلورنې څخه چې د خلکو د ځورونې سبب کيږي؛ په کلکه ډډه وکړي، د امن او عامه نظم د ګډوډولو په صورت کې له هغوى سره قانوني چلندکيږي.
بايد وويل شي چې د کابل ولايت امنيه قوماندانۍ د پټاقيو او د پلاستيکي وسلو په نه استفادې ټينګار کوي چې په کوچنى اخترکې له دغه شان وسايلو څخه د استفادې له امله يواځې په کابل کې ١٠٠ تنه ماشومان ټپيان شول چې د اووه تنه ټپونه ژور و .
کابل ښاريان له امنيتي مسوولينو څخه غوښتنه کوي چې د خبر دارۍ او پاملرنې پرځاى په خپله اقدام وکړي. د اختر له را رسيدو مخکې دې د پټاقيو او نورو وسايلو او د پلاستيکي وسلو له پلورنې څخه چې د خلکو د انديښنې سبب کيږي؛ مخنيوى وکړي او عاملينو ته يې سزا ورکړي چې له پيښې څخه مخکې د مخنيوى زمينه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته