امنیت

په ننګرهارکې درې تنه له لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو سره ونيول شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
پوليسو درې تنه په ننګرهارکې له لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو سره ونيول.
امنيتي ځواکونو دغه کسان تېره شپه د نشه يي توکو د لېږدونې په وخت کې د غني خېلو ولسوالۍ په ځينو سيمو او په کابل – جلال آباد لويه لاره په کې ونيول.
د ننګرهار پوليسو يومقام باختر آژانس ته وويل چې له دغوکسانو څخه نږدې ٤٠ کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې دغه کسان بېلابېلو سيمو ته د نشه يي توکو په لېږدونې بوخت وو چې ونيول شول.
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې په ننګرهارکې د نشه يي توکو د قاچاقو پر څو مواردو اعتراف کړى دى.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې اووه تنه په ننګرهارکې د جنايي جرمونو په تور نيول شوي دي.
دغه کسان د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د دغه ولايت له بېلابېلو سيموڅخه د په ځانګړو عملياتوکې ونيول شول.
د ننګرهار پوليس وايي: پر نيول شويو کسانو د غلا، وژنې او د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته