امنیت

دکابل ښار دشپږمې ناحيې په مربوطاتو کې چاودنې داستازو دمجلس ديوه غړي په ګډون ٤ تنه ټپيان شول.

-کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٨
دکابل ولايت امنيه قوماندان وايي هغه چاودنه چې نن سهار دکابل ښار دشپږمې ناحيې په مربوطاتو کې وشوه تريوه پلګوټي لاندې ديوه ماين دځاى پرځاى کولو زيږنده وه .
دباختر آژانس دخبرله مخې دغه پيښه نن سهار د ٩ بجو په شاوخوا کې دکابل ښار د ٦ ناحيې په قلعه ناظر سيمه کې رامنځته شوه چې له امله يې په ولسي جرګه کې دباميانو دخلکو استازي فکوري بهشتي له خپل زوى عبدالقدوس ،موټر چلوونکي او له يوه ملکي وګړى سره ټپي شو.
دکابل ولايت امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي وايي دپيښې په اړوند دپوليسو تحقيقات پيل شوي دي او د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والى دى .
نننۍ پيښه ديوې اوونۍ په دننه کې دويم تروريستي بريد دى چې په ولسي جرګه کې دخلکو په استازو ترسره کيږي.
تيره اوونۍ دريو تنو وسله والو يرغلګرو په ولسي جرګه کې دهلمند دخلکو داستازى معلم ميرولى په کور په بريد سره د ده د دوو تنو کوچنيو لمسيانو په ګډون پنځه تنه ووژل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته