اقتصاد

د ننګرهار پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

کابل / د سلواغې ۱۶ مه / باختر
په ننګرهارکې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول.
د غنمو دغه تخمونه د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست، د ګوشتې ولسوالۍ له بزګرانو سره د مرستې په خاطر په سيمه کې د کرنيزو محصولاتو د زياتوالي په موخه چمتو کړي دي.
د ننګرهار د ګوشتې ولسوال عبدالبصير ګلاب باختر آژانس ته وويل: په دې دوره کې  پر نږدې ٥٠ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول.
بزګران د غنمو د اصلاح شوي تخمونو د ترلاسه کولو په خاطر خوشحاله دي او د کرنې د پراختيا يوازنۍ لاره له دوى سره د دولت مالي او فني مرستې بولي.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته