نړۍ

د پاکستان د کورنيو چارو پخوانى وزير: حکومت دې د داعش ضد پوځ جوړکړي

اسلام اباد  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٠ :
د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير رحمان ملک د دغه هېوادپه بېلابېلو سيمو په تيره بيا په پنجاب ايالت کې د داعش دډلې د ګوډاګيانو د نفوذ په نسبت  خبر دارى ورکړ او له  حکومت څخه يې وغوښتل  چې د داعش ضد خاص پوځ  دې  جوړ کړي .
دپاکستان د نيشن ورځپاڼې نن د رحمان ملک له خولې وليکل چې داعش په پاکستان کې د القاعده د پښو د منډ د تعقيبولو په  حال کې ده او د دغې ډلې   ګوډاګيان په بيړه په پاکستان کې د نفوذپه  حال کې دي او حکومت دې بايد له ډيل پرته له دغې پديدې سره د مقابلې لپاره لازم اقدامات وکړي .
رحمان ملک څرګنده کړه چې د داعش د تروريستي ډلې مشر ابوبکر البغدادي شپږ مياشتې له طالبانو سره تيرې کړې دي او اوس هم دى او پلويان يې د پاکستان د طالبانو له تحريک سره په اړيکه کې دي .
د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير مخکې له دې هم په پاکستان کې دداعش د تروريستي ډلې د ګوډاګيانو د شتون په نسبت خبردارى ورکړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته